ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کانونو وزارت ویاند: د افغانستان په کانونو اووه میلیارده ډالر پانګونه شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د کانونو په برخه کې پانګونې ته د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.

د کانونو وزارت ویاند په وینا؛ د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې ترکمنستان، ایران، ترکیې، چین، بریتانیا او قطر د سرو زرو، سرب، جست او اوسپنې په کانونو کې اووه میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.

د کانونو او صنایعو خونه بیا په بېلابېلو برخو کې د بهرنیو پانګوالو لېوالتیا مهمه بولي او د هغوی لپاره د اسانتیاوو په برابرولو ټینګار کوي.

 د اسلامي امارت مسولین په افغانستان کې د امنیت پر ټینګښت په ټینګار سره پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو غږ کوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.