په جمهوریت روغتون کې یو شمېر روغتیاپالان په مېرمنو کې د جاغور پیدا کېدو له زیاتوالي خبر ورکوي او وایی؛ په ورځني ډول له ۹۰ زیاتې ناروغانې روغتون ته راځي، چې تر شلو یې د جاغور په ناروغۍ اخته وي.
د جاغور یا تایرايډ غدې کم کار کولو ناروغي په دې وروستیو کې د مېرمنو ترمینځ زیاته شوې ده.
ډاکټران د دې ناروغي لامل د ایودین لرونکې مالګې کمښت یادوي او وایي، چې د ناروغانو د بدن د ودې په مخنیوي کې زیاته اغیزه لري.
جاغور ناروغي د هېواد په لرې پرتو سیمو کې رامنځته کیږي، چې لامل یې ایودین لرونکې مالګې او خوراکي توکو ته نه لاسرسی ښودل شوی دی.