د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل ولایت د شکر درې ولسوالۍ یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه کړې.
د شکر درې مرستیال ولسوال قاري عبدالمجید او قومي مشرانو د اسلامي امارت په واکمنېدو او په هېواد کې د سرتاسري امنیت په ټینګښت خوښي ښودلې.
نوموړو زیاته کړې، ځایي مسولین خلکو ته د خدمت او هغوی ته د هوساینې رامنځته کولو هڅه او همداراز ورسره نېک چلند کوي.
یادو مشرانو د اسلامي امارت پراختیايي فعالیتونو او له دې امله د خلکو رضایت ته په اشارې د اسلامي امارت رهبرۍ غوښتي، ترڅو د ښوونې او روزنې، د کرنیزې پراختیا او په دې ولسوالۍ کې د لویو لارو او پلچکونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، اسلامي امارت د امنیت ټینګښت او د خلکو د ستونزو لمنځه وړلو لپاره له هېڅ ډول هڅې نه سپموي .
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې، اسلامي امارت د هېواد ابادۍ او پرمختګ ته ژمن دی او په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ده.
نوموړي ویلي، اسلامي امارت به د شته امکاناتو په چوکاټ کې یادو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.