ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تخار کې د بوټ او څپلۍ جوړولو صنعت وده کړې

 د تخار صنعتکاران وایی، چي د تالقانو ښار په بېلابېلو برخوکې له څرمنو ډول ډول بوټان او څپلۍ جوړوي.

دوی زیاتوي چې د تېر وخت په پرتله یې پیرودونکي هم زیات شوي دي.

د تخار یو شمېراوسیدونکی بیا په دې ولایت کې د حوړو شویو بوټانو او څپلیو له کیفیت خوښ دي او له خلکو غواړي، چې له وطني تولیداتو ګټه واخلي او له دې لارې د اقتصادي پرمختګ په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

له بل لوري د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ مسولین او سیمه‌ييز حکومت د وطني تولیداتو د ملاتړ په پار د صنعتکارانو د پرمختګ لپاره هڅې کوي او ملاتړ یې کوي.

تخار ولایت کې ۳۵ د بوټو او څپلیو جوړونې فابریکې موجودې دي او سلګونه کسان په کار پکې بوخت دي.