دا څووم ځل دی چې افراطي او متعصب سیاستوال د قرانکریم بې حرمتي کوي.
دې متعصبو کسانو په بې شرمي د قرانکریم بې حرمتي کړې او په دې ناوړه کړنه یې په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو توند حساسیت پارولی دی.
دا جنایت په سویډن، ندرلینډ او ډنمارک کې د متعصبو سیاستوالو له لوري شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت څو ځله په روښانه ډول دا ناوړه کړنه په سختو ټکو غندلې.
د بهرنیو چارو وزارت له اروپايي حکومتونو غوښتي، تر څو د دې افراطیانو د نفرت خورولو مخه ونیسي او خپل مسولیت ادا کړي.
له بل لوري میلیونونه افغانانو په ټول هېواد کې د قرانکریم د بې حرمتي په غبرګون لاریونونه کړي او دا کړنه یې غندلې ده.




دې لاریونوالو له نړیوالې ټولنې او د اسلامي هېوادونو له سازمان غوښتي، چې یاد کسان دې په سزا ورسوي.