ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

برېښنايي پېژندپاڼو کې د ولسوالۍ نوم او اعتبار نېټه زیات شول

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو د لا باور په موخه د کارت پر مخ د ولسوالۍ نوم او اعتبار نېټه زیات شول.

یاده اداره زیاتوي، چې د برېښنايي پېژندپاڼو پرمخ د ولسوالۍ نوم د شخص د ځانګړنو او کره ادرس موندلو په موخه او د اعتبار نېټه، چې لس کاله ټاکل شوې د شخص د ظاهري بڼې د بدلون او د بایومټریک معلوماتو د تازه کولو په موخه زیات شوي دي.

د یادې ادارې په وینا؛ د پېژندپانې لرونکی باید هر لس کال وروسته خپل بایومټریک معلومات نوي کړي. د دې تر څنګ پخپله خوښه د کارت پر مخ انځور هم بدلولای شي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د برېښنايي پېژندپاڼو پرمخ د کورنیو چارو وزارت پر ځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نوم هم زیات شوی و.