ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نیمروز کې پینځه زره بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه

د نيمروز د کرنې او مالدارۍ ریيس مولوي عبدالخالق “حکيم الله” وايي، چې د یاد ولایت مرکز او د کنګ، چهاربرجکي او خاشرود  په ولسوالیو کې پينځه زره و بزګرانو ته د FGA موسسې له خوا د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پیل شوه.

نوموړی وايي، د اصلاح شویو تخمونو په ویشلو سره به په دې ولایت کې د غنمو حاصلات ښه شي.

یاد ریاست زیاتوي، چې په نږدې راتلونکې کې به د دې ولایت نورو ولسوالیو کې هم د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پيل شي.