ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

دکرنې سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د بېړني وضعیت له مسوول سره لیدنه کړې

دکرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د بېړني وضعیت له رییس رین پاولسین او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارډ ټرانچارډ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو چارواکو د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو، د څارویو د خوراکي توکو او د بڼوالۍ او مالدارۍ د کڅوړو وېشلو او د افغانستان بزګرانو او مالدارانو ته د څارویو د واکسینونو برابرولو په برخه کې د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي او مستحقو بزګرو او مالدارانو ته یې د مرستو رسولو په پار دکرنې وزارت د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دکرنې او مالداري سرپرست وزیر بزګرانو او مالدارانو ته د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کړی او د ملګرو ملتونو له چارواکو یې غوښتي، چې د څارویو د مړینې مخنیوي په برخه کې مالدارانو ته د څارویو د خوراکي توکو چمتو کولو په موخه دکرنې وزارت سره همکاري وکړي.

دغه راز ښاغلي عمري په زېربنایي برخو کې د ملګروملتونو د پروژو پر پلي کولو ټینګار کړی او له دوی یې غوښتي، ترڅو په بنسټيزو برخو؛ لکه دکرنیزو محصولاتو د ساتنې په پار د سړوخونو پر جوړولو تمرکز وکړي.