ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل – کندهار پر لویه لاره د کندهار دخولي دروازه رغول کیږي

کندهار ولایت کې د کور او ښار جوړولو رییس مولوي عبدالمتین عاشق ویلي، مسلکي او تخنیکي ټیم یې د کابل – کندهار پر لویه لاره د کندهار دخولي دروازې نقشه په ښمکلي بڼه ډیزاین کړې.

ټاکل شوې، دغه دروازه د ځینو ملي سوداګرو له په مالي ملاتړ ورغول شي، چې نقشه یې طرحه شوې او ډېر ژر به یې د مالي لګښت په تړاو هم سنجش او براورد ترسره شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلو نورو کړنو ترڅنګ د تعمیرنو نقشې هم په اساسي او معیاري بڼه ډیزاین طرحه او جوړوي.