د تركيې د معارف بنسټ مشر علي کارا ګوز د پوهنې وزارت له سرپرست وزير مولوي حبيب الله اغا سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د تركيې د معارف بنسټ مشر ویلي، چې یاد بنسټ د افغانستان په ۸ ولایتونو کې ۴۹ تعلیمي مرکزونه لري، چې ۴۹۸۹ افغان زدهکوونکي پکې په زده کړو بوخت دي. او ۱۰۲۶ تنه ښوونکي او اداري کارکوونکي د ښوونې او ادارې په برخه کې دندې تر سره کوي.
نوموړي زیاته کړې چمتو یو، چې د پوهنې وزارت اړوند افغان ښوونکو او اداري کار کوونکو د وړتياوو لوړولو په برخه کې هر راز مرستې وکړو.
همدا راز د پوهنې سرپرست وزير مولوي حبيب الله اغا د یاد بنسټ له مشر سره په لیدنه کې د افغانستان او ترکیې هېوادونو د دوستانه اړیکو او زدهکړو په برخه کې په ګډې همکارۍ ټنګار وکړ.
نوموړي ژمنه وکړه، چې د یاد تعلیمي بنسټ لپاره به افغانستان کې هرا راز اسانتیاوي برابرې کړي.