بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د امریکا له لوري د اسلامي امارت په ځینو نورو مشرانو د ویزو محدوديتونه لګول به د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پرمختګ کې خنډ رامنځته کړي.
یاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت د یو مسول حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی چې د اسلام مبارک دین، افغان منل شوي دودونه او د وخت اړتیاوې يې ایجابوي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د افغانستان حکومت د ټولو مالي او بانکي بندیزونو سره سره هڅه کوي، خپلو خلکو ته د هوسا ژوند شرایط برابر کړي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان پر مالي او بانکي نظام د نا مشروع بندیزونو ادامه د افغان ولس د بشري حقونو صریح نقض دی او د زدهکړو او روغتیا په ګډون د هوسا ژوند ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسی محدودوي.
د دغه وزارت په وینا؛ امریکا بايد د دوحې هوکړې ته ژمنه پاتې شي او عملي کولو سره يې ښکاره کړي چې د متحده ایالاتو حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمنې د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ایالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسایلو بحث وکړي.
اسلامي امارت د امريکا وروستۍ پريکړه غندلې او ټینګار یې کړی، چې د اختلاف وړ ټکي بايد د دیپلوماتیکو چاینلونو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي.