د نیمروز والي شيخ محمد قاسم خالد په دې ولايت کې له کمال خان بند څخه له نږدې لیدنه کړې.
نيمروز والي د دې ليدنې پر مهال د کمال خان بند د هېواد په ځانګړي ډول نيمروز ولايت لپاره يوه حياتي پروژه بللې او ویلي يي دي، د دې بند په جوړېدو سره به نيمروز ولسونه له برېښنا څخه برخمن شي او هم به د بند لاندې ځمکې خړوبې کړي.
شيخ محمد قاسم خالد دغه راز دياد بند مسولينو سره په ليدنه کې د کمال خان بند په سالمې ساتنې ټينګار کړی او د چارو د لا چټکتيا او کيفيت په موخه يې دوی ته لازمې لارښوونې کړي.
د کمال خان بند د رغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي او پاتې چارې يې هم په چټکۍ سره روانې دي.
د مسولينو په وينا؛ کمال خان بند شپږ مېګاواټه بریښنا تولید او د زرګونه جريبه کرنيزې ځمکې د خړوبولو وړتيا لري.
مسولینو یې ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د هېواد د دې حياتي پروژې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.