د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د جاپان سفير او د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې کتنه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو هم حضور درلود.
مولوي عبدالسلام حنفي په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو او په ځانګړي ډول د ډاکتر تیتسو ناکامورا د خدمتونو او کړنو ستاینه کړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو ویلي؛ خوښ یم چې بیا افغانستان ته راځم، افغانان او دغه هېواد د جاپان د خلکو په زړه کې ځای لري.
نوموړي زیاته کړې؛ نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو عادي کېدل د افغانستان او نړۍ په ګټه دي او جاپان تیار دی، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رییس اتسوشي سونامي په افغانستان کې د سراسري امنیت پر تامین د خوښۍ ترڅنګ ویلي، موږ د جاپان د خلکو غږ یوو او له افغانانو سره مرستې ته تیار یوو.
نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین د دې لامل شوی، ترڅو په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې او اوبو لګولو او نورو برخو کې خپل فعالیتونه پیل کړو.
په وینا يي، زموږ د بنسټ موخه د افغانانو هوساینه ده او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړو.
په افغانستان کې د جاپان سفارت سرپرست ویلي، جاپان له افغانستان سره له ۵۸ میلیون ډالرو څخه زیاته مرسته کړې او د خوراکي توکو او راستنېدونکو کډوالو په برخو کې به هم مرسته وکړو.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د اسلامي امارت د عمومي بښنې له امله ان هغوی چې له مجاهدينو سره په مخامخ جګړه کې و، ورته بښنه شوې او په هېواد کې ازادانه ژوند کوي.
نوموړي زیاته کړې، اوسمهال په ټول هېواد کې امنيت تامين شوی او ناامني پاي ته رسېدلې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ اسلامي امارت د نشه یي توکو کر، تولید، قاچاق او استفاده منع کړې، چې دا يوه لويه لاسته راوړنه بلل کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د روږدو کسانو د ټولولو او درملنې، د اداري فساد مخنیوي او له کورنیو عوایدو د بودجې تنظیم په اړه د اسلامي امارت د کړنو یادونه کړې او ویلي يي دي، موږ د افغانستان جوړولو او ابادۍ لپاره هڅې کوو.
ښاغلي حنفي پر دې ټينګار سره چې اجازه نه ورکوو د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد فعاليت وشي زياته ویلي، اسلامي امارت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نيکې او ښې اړيکې ولري.