ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا سرپرست وزیر: د هېواد په روغتیايي سیستم کې اصلاحات راولو

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه کړې.

نوموړي د دې سفر په لړ کې د وینا پر مهال ویلي، چې د هېواد روغتیايي سیستم اصلاحاتو او بدلونونو ته اړتیا لري او دی روغتیايي سیستم کې اصلاحاتو ته ژمن دی.

 ښاغلي عباد زیاته کړې، چې  یو ضعیف روغتیايي سیستم له پخواني رژیم څخه په میراث پاتې دی او د دوۍ هڅه دا ده ترڅو د خپلو همکارانو په مرسته روغتیايي سیستم ته وده ورکړي او روغتیايي خدمات پراخه کړي.

ښاغلي عباد ویلي؛ خوست کې د عامې روغتيا وزارت سره ګڼ شمېر روغتيايي پروګرامونه پلان شوي او په نږدې راتلونکي کې به دغه پروګرامونه پلي شي او د خلکو روغتيايي ستونزې به هوارې شي.