د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، چې اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لري.
“موږ د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې ډیپلوماتیکې اړیکې لرو او په دې وروستیو کې مو ازبکستان، قزاقستان، روسیې، ترکمنستان، پاکستان، چین، سعودي عربستان، ترکیې او قطر ته ډیپلوماتان ورپېژندلي او د ډېرو نورو هېوادونو ډیپلوماتان له موږ سره همکاري کوي.”
ښاغلی متقي دغه راز زیاتوي، چې اسلامي امارت هڅه کوي افغانستان په یوه اقتصادي او د سیمې د هېوادونو تر منځ د اتصال په مرکز بدل کړي.
“افغانستان ته الله ج ډېره ښه جغرافیه ورکړې ده، موږ هڅه کوو چې دا د اتصال او اقتصاد مرکز وګرځوو، ځکه چې سيمه انرژۍ ته ډېره اړتيا لري او افغانستان په سیمه کې د انرژۍ، ترانزيټ او سوداګرۍ لپاره اسانه لار بلل کېږي.”
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل بیا د نړۍ ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه ده او ټینګار یې کړی، چې هیچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې څخه بل چاته زیان ورسوي.