غزه کې صهیونستي اشغالګرو پوځونو وروسته تر هغې چې پرون او وړمه ورځ د حماس غورځنګ له سختو او مرګونو بریدونو سره مخ شول، پرون ناوخته او نن دوشنبې یې د دغې تړانګې په بېلابېلو سیمو کې د بې ځایه شویو کډوالو پنډغالي بمبار کړي او ۷۰ تنه غزه وال شهیدان او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
وروستي راپورونه وایي، چې بریدونه د اوسېدو په ګڼ مېشتو ځایونو کې شوي او ممکن تلفاتو کې زیاتوالی راشي.
له دې سره په غزه کې د ټولو فلسطیني شهیدانو شمېر ۲۰ زره او ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او تر ۶۰ زره ډېر کسان بیا ټپیان شوي دي.
دغې جګړه کې د پوځیانو په ګډون زرګونه اسریلیان هم وژل شوي.
دغه راز اړوندو بریدونو یې په لبنان، سوریې او یمن کې هم مرګ ژوبله اړولې ده.