ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې قانون په تعديل بحث شوی

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې قانون د تعديل په اړه د چارو ادارې لوی رياست د نظارت او پاليسي مرستيال مولوي سيف الدين تایب په مشري د اداري فساد د مخنيوي او ستراتيژي ادارې رییس، د لويې څارنوالۍ، کورنیو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست د استازو ترمنځ غونډه ترسره شوه.

ښاغلي تایب په دې غونډه کې ویلي؛ د اداري فساد په وړاندې مبارزه د دې لپاره اړينه ده ،چې په دولتي ادارو کې د فساد مخه ونيول شي او حکومتولۍ چارې په ښه ډول پرمخ لاړې شي.

دغه راز په دې غونډه کې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې تعديل شوې مادې تشريح شوې او د غونډې ګډونوالو لخوا پرې بحث شوی دی.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د قانون د تعديل شوې بڼې په اړه دې ټاکل شوی پلاوی خپل نظريات راټول او په بلې غونډه کې شریک کړي.