د مليراډیو تلویزیون په تالار کې د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د جدې شپږمه پر افغانستان د سرو لښکرو د یرغل ورځې غندنې په مناسبت غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د جدې شپږمه توره ورځ ګڼل شوې او د پخواني شوروي اتحاد د ماتې او ټوټه کېدو پیلامه بلل شوې ده.
په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې دا ورځ د افغان ملت د دردونو، مصیبتونو او غمونو د پیل ورځ وه او په دې ورځ د علماوو، استادانو، محصلینو او ټول افغان ملت قتل عام پیل شو.
نوموړي زیاته کړې؛ د نړیوالو باور دا وو، که افغانستان کې اسلامي امارت حاکم شي د وینو حمام به جوړ شي، خو د اسلامي امارت په واک ته رسېدو سره عمومي عفوه اعلان شوه، له هېچا انتقام وانه خیستل شو او په یووالي سره د افغانستان د بیارغونې چټک کار پیل شو.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي؛ چا چې یو ځل پر افغانستان کې ماته خوړلې که شوروي و نن روسیه ترې جوړه ده، که لویه برېتانیا وه،ی وازې برېتانیه ترې جوړه ده او امریکا به هم یوازې په امریکا پورې منحصره وي او هېڅوک بیا ددې توان نه لري چې افغانستان اشغال کړي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې افغانستان کې اسلامي نظام د دوه میلیونه افغانانو په قربانیو حاکم شوی دی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ویلي؛ هېوادونه غواړي د کډوالو په جبري اېستلو سره اسلامي نظام تر ګواښ لاندې راولي خو دا د ولس مسولیت دی چې له اسلامي امارت سره په ګډه د ناخوالو په له منځه وړولو کې ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مشرانو د واک ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د توحید او عقیدې لپاره تکلیفونه ګاللي دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ افغانان له اشغال څخه کرکه کوي او هېڅ ډول اشغال نهشي زغملای.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیر خواه ویلي؛ د افغانانو لپاره نه ده په کار چې له هغه کسانو د هېواد ابادي وغواړي، چې په افغانستان یې یرغل وکړ.
ښاغلی خیرخواه زیاته کړې، چې هېواد د پرمختګ او ابادی لور ته یوازې افغانان بیولی شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني ویلي؛ د اسلامي امارت مسولین هڅه کوي، چې هېواد ته هر اړخیز خدمت وکړي او افغانستان پر ځان بسیا کړي.
د مليراډيو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي ویلي، چې سرو لښکرو په افغانستان کې داسې ماته خوړلې، چې تاریخ به یې هېڅ کله هېره نه کړي.
نن چهارشنبه د جدي شپږمه پر افغانستان د سرو لښکرو د یرغل له ۴۴ کلیزې سره برابره ده.
۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هــ ش کال د جدي په شپږمه سرو لښکرو پر افغانستان یرغل وکړ.
دغه یرغل د افغانانو له کلکې مبارزې سره مخ او له لس کاله اشغال څخه وروسته له افغانستان څخه وشړل شول.
د دې اشغال له امله ډېر شمېر افغانان شهیدان، میلیونونه کډوال او د هېواد ډېری برخې ویجاړې شوې.