ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې او مالدارۍ مرستیال: د پروژو په پلي کولو کې روڼټیا او اغېزمنتوب د اسلامي امارت اساسي لومړیتوبونه دي

د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له مرستیال او چارسمبال محمد خاطر زید او د دې ادارې د بشري سرچینو رییس مایس محلا سره لیدنه کړې.

په لیدنه کې دواړو لورو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سږ کال د پلي شویو کړنو او د راتلونکي کال د پلانونو په اړه خبرې کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) مرستیال او چارسمبال محمد خاطر زید د راتلونکي کال لپاره د یادې ادارې د کړنو او پلانونو د پلي کېدو په اړه معلومات وړاندې کړي او بزګرانو او مالدارانو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په پار د دې ادارې د راتلونکي کال په پلان کې د ځای پرځایولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نظریاتو د شریکولو غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي؛ د اوچا موخه له اړمنو کورنیو سره مرسته کول دي، چې د خوړو خوندیتوب ته لاس رسی ولري او د خوراکي توکو او د استوګنې ستونزې یې راکمې کړي.

د کرنې وزارت د مشرتابه نظرونه کولی شي د اوچا د مرستندویو هیوادونو په قانع کولو کې مرسته وکړي، ترڅو دوی د دې هېواد خلکو ته لا ډېرې پیسې ځانګړې کړي.

 د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني د اوچا دفتر له تېرو همکاریو مننه کړې او د دوی راتلونکي پلانونه یې ستایلي.

نوموړي ویلي؛ موږ د افغانستان له خلکو سره ستاسو د خواخوږۍ او همدردۍ له امله مننه کوو، زموږ خلک د لا زیاتو مرستو مستحق دي.

ځکه څو لسیزه کېږي، چې دلته اوضاع مناسب نه وهه او د بهرنیانو یرغل خلکو ته ډېر زیانونه اړولي، دا ځپل شوې خلک لا زیاتو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري، موږ د هرې ادارې او مؤسسې ملاتړ کوو، چې له بزګرو او مالدارو کورنیو سره مرسته کوي.

ښاغلي عثماني زیاته کړې؛ موږ تل ویلي او یو ځل بیا ټینګار کوم، چې د پروژو په پلي کولو کې دوه اساسي مسایل، روڼټیا او اغېزمنتوب د اسلامي امارت لومړیتوبونه دي.

 هر ډول فعالیت چې د دې دوو اصولو پر بنسټ وي، وزارت یې په ورين تندي هرکلی کوي.

دغه راز د کرنې او مالدارۍ مرستیال په دې کتنه کې پر کرنه د وچکالۍ د اغیزو په اړه ویلي؛ د افغانستان بزګران او مالداران له وچکالۍ، د اقلیم د بدلون او د اوبو له کمښت څخه زیات زیانمن شوي دي، اوچا باید په خپل پلان کې یادو برخو ته هم پاملرنه وکړي.

دغه راز په دې کتنه کې د پروژو په پلي کولو کې د همغږۍ، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصاد د ښه والي او د کرنې وزارت او د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې شوي.