عامې روغتیا وزارت د یوه پروګرام په ترڅ کې د سرطاني ناروغیو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ونمانځله.
د یاد وزارت مشرتابه د دې ناروغۍ له پرمختګ څخه په اندېښنې وايي، چې هېواد کې هرکال د سرطاني ناروغیو له امله له ۱۶ تر ۲۰ زره کسان مري.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د سرطاني ناروغیو د درملنې د مرکزونو جوړول، د روغتیايي کارکوونکو روزل او د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي د کچې لوړول د یاد وزارت لاسته راوړنې بولي.
د چارواکو په وینا؛ دغه وزارت ژمن دی چې په ټولو ولایتونو کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې څانګې پراخې او زیاتې کړي.
په نړۍ کې هر کال په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۴۴ میلیونو رسېږي، چې شاوخوا ۴۰ زره یې افغانان دي.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د دې ناروغۍ د قربانیانو کلنی شمېر له ۱۶ زرو څخه ډېر دی.
بل خوا یو شمېر ډاکټران وايي، چې د سرطان نړیواله ورځ د ټولو لپاره ښه فرصت دی، تر څو په ګډه د سرطان سره د مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د فزیکي فعالیت نشتوالی، چاغښت، د غیرې صحي خوړو او د تنباکو او الکولو کارول، بې وزلي او د چاپېریال ککړتیا هغه لاملونه دي، چې په خلکو کې د سرطاني ناروغیو د پیدا کېدو او زیاتوالي لامل کېږي.