ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د اسیا پاسیفیک حوزې مشر له مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړیوال فدراسیون IFRC د اسیا پاسیفیک حوزې مشر الکساندر ماتیو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.

ښاغلي ماتیو له موجوده وضعیت څخه د خوښۍ تر څنګ د تېرو کلونو په پرتله د روان ۲۰۲۳ کال لپاره د کلنۍ بودیجې او خدماتو د زیاتولو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده، چي زموږ فعالیتونه به په نارمل ډول جریان لري.

ورپسې متقي صاحب د دوی کړنې ستایلې او هیله یې ښودلې چې د هېواد لرې پرتو سیمو ته د خدماتو غځولو، د شفاخانو اکمالاتي تجهیز او بهر ته د ناروغانو لیږدولو په برخه کي هڅې نورې هم ګړندۍ شي.