ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: اسلامي امارت له نړۍ سره په کړو ژمنو ولاړ دی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني خوست کې د منبع الجهاد مدرسې د علماوو په فراغت غونډه کې ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره په کړو ژمنو ولاړ دی او خپله ژمنتیا یې په عمل کې هم ثابته کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د رسمیت پېژندلو لپاره دې پلمې نه لټول کېږي.

ښاغلي حقاني ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره مشروع تعامل غواړي او دا تعامل د خپل ولس د ښېرازۍ لپاره غواړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر له امنیتي مسولینو غوښتي، چې له خلکو سره دې ښه چلند وکړي.