ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان کې د برېتانیا شارژدافیر: د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره برېتانیا پر خپلو ژمنو ولاړه ده

افغانستان کې د برېتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شارتر د خپل ماموریت په پای کې له اسلامي امارت سره د تعامل پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د یوه باثباته او سوکاله افغانستان لپاره برېتانیا پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

نوموړي د خپلې کاري مودې په پای کې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې افغانستان کې به بې ثباتي د ژور بشري ناورین او د داعش د بیا راپورته کېدو لامل شي.

شارتر له اسلامي امارت سره خبرې اترې مهمې بللې دي.

د برېتانیا د سفارت شارژدافیر ویلي، چې د افغانستان د باثباته او سوکاله راتلونکي لپاره برېتانیا پخپلو ژمنو ولاړه ده.

له بل لوري د اسلامي امارت ویاند د نړیوالې ټولنې دوامداره فشارونه او محدودیتونه د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ګڼي، بلکې د اوسنیو ستونزو د له منځه وړلو لپاره له اسلامي امارت سره د هېوادونو مشروع تعامل مهم بولي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي، له افغانستان سره د هېوادونو تعامل، له نړۍ سره د اړیکو په ښه کولو کې مهم رول لوبوي.

د دې تر څنګ ښاغلي شارتر زیاته کړې، چې د ۲۸ میلیونه اړمنو افغانانو د ژوند له ژغولو ملاتړ د برېتانیا لومړیتوب دی.