د عراق د لومړي وزیر محمد شیاع السوداني دفتر وايي، چې د امریکا په مشرۍ یې د نړیوال ایتلاف د پای ته رسولو په موخه ګډه کمېټه جوړه کړې.
دغه دفتر زیاتوي، چې د یادې کمېټې د فعالیت له پیل سره سم به په عراق کې د تل لپاره د نړیوال ایتلاف د حضور پای ته رسېدو زمینه برابره شي.
امریکا په ۲۰۰۳ کال کې په عراق برید وکړ او اوسمهال په دې هېواد کې تر ۲ زره او ۵۰۰ پورې امریکايي عسکر حضور لري.