د ګډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له عملیاتي مرستیال رووف مازو، د اسیا او پسفیک هېوادونو لپاره د دې ادارې له رییس اندریکا روټواټي او د افغانستان لپاره د یونیسار مشر لیونارد زولو سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې افغانستان کې د” UNHCR” پر فعالیتونو د راستنېدونکو او کورنیو بې ځایه شویو ته د بشري مرستو په رسولو او د کډوالو وزارت او یونیسار ادارې ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ مرستیال ویلي، چې تېر کال مو له ۵.۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې او په راتلونکي کې غواړو دا مرستې نورې هم زیاتې کړو.
نوموړي زیاته کړې؛ سږکال د کډوالو راستنېدنه د تمې خلاف زیاته ده او راتلونکی کال ښایي له دې زیات افغانان هېواد ته راستانه شي.
د ګډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني ویلي، چې کډوال په ټوله نړۍ کې بېوزله طبقه ده او هیڅکله باید د سیاستونو ښکار نشي.
نوموړي زیاته کړې د کډوالو چارو وزارت په ټول افغانستان کې نږدې ۱۰۰ زره نمرې ځمکې د راستنېدونکو لپاره چمتو کړي او هڅه کوي، چې دوی ته ښوونځي، کلینیکونو، جوماتونه او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي حقـاني له یادو کسانو غوښتي، چې بشري مرستې دې د دغه ښارګوټو په ابادولو کې ولګول شي ترڅو د راستنېدونکو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.