د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد له خپل ایراني سیال ډاکټر عين الاهي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې په ایران کې د افغانستان لوی سفیر مولوي فضل محمد حقاني هم ګډون کړی و، په روغتیايي سکتور کې د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ په بامیانو ولایت کې د زړه د ناروغانو ۲۰۰ بستریز اختصاصي روغتون، په کابل کې د سرطان د درملنې اختصاصي مرکز، په روغتیايي سکتور کې د روغتیايي پرسونل د روزنې، د افغان مهاجرو د روغتیا او د سترګو د ناروغیو د درملنې په برخه کې پر همکاریو بحث وشو.
د ایران د روغتیا وزیر، عین الاهي په G5 غونډه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي عباد او ورسره مل پلاوي له ګډون څخه مننه کړې او دوه اړخیزه همکاري یې اړینه بللې ده.
نوموړي ویلي، چې د بامیانو ۲۰۰ بستریز قلبي روغتون چارې تر ډېره بشپړې شوې او ډېر زر به تجهیزات ور ولېږدول شي.
ښاغلي عین الاهي د ایران او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزو همکاریو ته په اشارې ویلي، چې اروپايي هېوادونو خپلو خلکو ته د سهولتونو د رامنځته کولو په موخه اروپايي اتحادیه رامنځته کړې چې وګړي یې پرته له وېزې سفر کولای شي. موږ هم باید په سیمه کې د موجوده او یو شان دیني، فرهنګي او ژبني ارزښتونو پر اساس د روغتیا په برخه کې د هېوادونو ترمنځ اسانتیاوې رامنځته کړو.
د عامې روغتیا وزیر ښاغلي عباد د ایران هېواد د روغتیا وزیر ته بلنه ورکړې چې کابل ته راشي، ترڅو د روغتیا په برخه کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پیاوړې شي.