ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ شهاب الدین دلاور او د ترکمنستان هېواد سفیر لیدنه؛ د ټاپي پروژې په ارزښت، د ځمکو په استملاک او په نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپې پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره لیدنه کړې.

په دغه لېدنه کې د ټاپي پروژې په ارزښت، د ځمکو په استملاک، کابل ته د ترکمنستان تخنیکي ټیم راتک او هرات کې د عملي چارو پیل لپاره د زمینه سازۍ په اړه هر اړخېزې خبري شوي.

د ترکمنستان هېواد سفیر ویلي؛ د ټاپي پروژې د پلي کېدو لپاره تر بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې او موږ د دې پروژې ژر پیل ته ژمن یو.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دا پروژه نه یواځې د افغانستان بلکه د ټولو دخیلو هېوادونو لپاره ګټوره بللې او ویلي يي دي؛ ټول افغانان د دې سترې اقتصادي پروژې تر شا ولاړ دي او اسلامي امارت په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

په پای کې داړو لوریو د کارونو د چټکتیا په موخه د تخنیکي ټیمونو د ناستو پر دوام ټینګار کړی.