ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: د سترو پراختیايي پروژو پلي کول د اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي پراختیا امارتي شرکت له ربیس عبدالرحمن عطاش سره لیدنه کړې.

د ملي پراختیا امارتي شرکت رییس د یاد شرکت د کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال ته راپور وړاندې کړی.

نوموړي د قوش تیپې کانال سترې پروژې د عظیمې برخې د چارو د بشپړېدو خبر ورکړی او ویلي يي دي؛ د ملي پراختیا شرکت پر نورو زیاتو ملي پراختیایې پروژو کار کوي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او پر پاتې نورو پروژو په چټکۍ سره کار روان دی.

عبدالرحمن عطاش د جمهوریت روغتون د ودانیزو چارو د جریان په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي، په نږدې راتلونکي کې به د یاد روغتون ټول کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ملي پراختیا امارتي شرکت د فعالیتونو او کړنو قدرداني کړی.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د قوش تیپې کانال په څېر د سترو پراختیايي پروژو پلي کول د افغانستان اسلامي امارت له لومړیتونو څخه دی چې په بشپړولو سره یې له یوې خوا خلکو ته د کار زمینه برابرېږي او بل پلوه د هېواد اقتصاد پیاوړی کېږي.

نوموړي دغه راز د ملي پراختیا امارتي شرکت له مسولینو غوښتي، چې د ټولو ملي پروژو د پلي کېدو پر مهال له بشپړ دقت کار واخلي او د هېواد په ابادولو کې لازیاتې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي.