په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وايي، چې د افغانستان لپاره یې د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر بېلابېلو مسایلو او د کابل او بیجینګ تر منځ په اړیکو خبرې کړې دي.
سهیل شاهین ویلي چې “په دوحه کې مې د چین له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره د یو لړ مسایلو له جملې د سوداګریزو همکاریو په پیاوړتیا، افغان سوداګرو او پانګوالو ته د ویزو او افغانانو ته د بورسیو د ورکړې په تړاو خبرې کړې دي.
دغه راز د چین په بشردوستانه مرستو او د د دې هېواد پر پانګونې ګټورې خبرې شوې دي. “
له بل لوري د چین ځانګړي استازي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دوحه کې یې د پاکستان له سفیر او د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له رییس سره د افغانستان د سولې، ټیکاو او بیا رغاونې په برخو کې د بیجینګ او دوحې د هڅو په تړاو خبرې کړي دي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې “موږ د افغانستان په حالت ګټورې خبرې درلودې. دواړو لورو هوکړه وکړه چې له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکوو، ځکه چې د افغانستان د سولې ټیکاو او بیا رغاونې په تړاو د چین او قطر همکاري اغېزناکه ده.”
چین او قطر هغه هېوادونه دي چې له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او دې دواړو هېوادونو کې د اسلامي امارت دیپلوماتیکې څانګې فعالې دي.
خو دا لیدنې افغانستان ته څه ګټه لري؟
سیاسي کارپوه جنت فهیم چکري وايي: “څرنګه چې افغانستان ستراتیژیک موقعیت لري او که پاکستان وغواړي چې د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سوداګري او راکړه ورکړه ولري، باید له افغانستان څخه تېر شي. همدارنګه که ایران وغواړي چې له چین سره سوداګریز تعامل ولري باید له افغانستان څخه تېر شي. نو زما له انده افغانستان کې ثبات په سیمه او نړۍ کې ثبات دی. “
د یادولو وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې هم د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو، چې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره دیپلوماتیکې او اقتصادي اړیکې غواړي.