ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت په بېلابېلو برخو کې د پانګوالو ملاتړ کوي او ورته ځانګړې اسانتیاوې برابروي

د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ترکیې يو شمېر سوداګرو سره لیدنه کړې.

په لیدنه کې يادو سوداګرو ویلي؛ د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول افغانستان کې سراسري امنيت تامين شوی، چې د پانګونې او سوداګرۍ لپاره اساسي رول لري او هغوی له دې فرصت څخه په ګټې اخیستنې تيار دي، چې په بېلابېلو برخو لکه د کانونو ویستنه، د توليدي کارخونو جوړولو، د کرنې، انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګه والو امنيت ته ځانګړې پاملرنه لري.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په بېلابېلو برخو لکه توليد، د کانونو ویستنه، کرنې، انرژۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې د هر ډول کورنۍ او بهرنۍ پانګونې ملاتړ کوي او په افغانستان کې د پانګونې په موخه سوداګرو او پانګه والو ته لازمې اسانتیاوې برابروي.