د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د تخنيکي او روغتيايي کمېټو پر جوړولو، د پاسپورټونو او پېژندپاڼو د وېشلو په برخو کې د اسانتياوو په رامنځته کولو، واکسين، په واحد ځای کې د بانکي چارو ترسره کولو او د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حاجيانو لېږد په اړه له هر اړخیز بحث وروسته اړینې پریکړې وشوې.
د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه: حاجیانو ته د پاسپورټونو د وېشلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کېږي
