د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتداٸيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليوو ابتداٸيه محکمو په دوو اونيو کې د ۲۳/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه ۶/ ۷/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټې پورې د ۳۹۶ دوسيو پر حل او فصل سربېره ۲۰۱ وثيقې هم اجرا کړي دي.
د دې ولایت محکمو ته د یو شمېر مخکنیو دوسیو سربیره په دوو اونيو کې ۲۸۲ حقوقي دوسیې واردې شوي، چې له جملې څخه ۷۶ دوسیې فیصله شوي، ۱۷ دوسیې مکتوبي مستردې شوي، د ۱۳۶ دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
همدارز په جزائي برخه کې د یاد ولایت محکمو ته په ذکر شوې نېټه کې ۱۶۰ جزائي دوسیې واردې شوي، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې، چې له دې جملې څخه ۸۵ دوسیې فیصله شوې، اته دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د ۷۴ دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې د بلخ محکمو په دوو اونيو کې ۲۰۱ بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.