د اسلامي امارت چارواکي وایي، چې له بهرنيو ځواکونو پاتې نظامي اډې به په اقتصادي زونونو بدلې کړي.
د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشري اقتصادي کمیسیون پرېکړه کړې، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې نظامي اډې دې په اقتصادي زونونو بدلې شي.
لومړی به په کابل او مزار شريف کې د بهرنيو ځواکونو په هډو ازمايښتي کار پيل او وروسته به د پاتې زونونو عملياتي چارې پيل شي.
د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، چې له بهرنیو ځواکونو پاتې پوځي اډو په ځانګړو اقتصادي زونونو بدلولو په موخه یې طرحه بشپړه کړې او ژر به یې عملیاتي کارونه پیل شي.
له بل لوري د سوداګرۍ خونې مسولین او سوداګر د افغان حکومت دا پرېکړه د سوداګرۍ او صنعت د پیاوړتیا په برخه کې ګټوره بولي او وايي، چې په دې سره به سوداګرو او صنعتکارانو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.
د افغان حکومت د پرېکړې له مخې به په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو پوځې مرکزونه له پلان سره سم په تدریجي ډول د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته د صنعت او سوداګرۍ د پراخیتا په موخه وسپارل شي او په ځینو هغو به یې په نږدې راتلونکې کې ازمایښتي کارونه پیل شي.