ډاکټر قلندر عباد د عمان هېواد د روغتیا له وزیر ډاکټر هلال السبتي سره لیدلي
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د عمان هېواد د روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د نوموړي دا ابتکار، چې د ټولو هیوادونو د روغتیا او زراعت وزیران یې د Anti-microbial resistance د تاثیراتو، لاملونو او حل لارو او واضح پالیسیو په اړه بحث ته را بللي، وو ستایلی او مننه یې ترې کړې ده.
د هېواد د عامې روغتیا سرپرست وزیر له ښاغلي السبتي څخه وغوښتل ترڅو د افغان روغتیایی پرسونل په ظرفیت لوړونه او د روغتيايي سکتور په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د عمان د روغتیا وزیر ښاغلي عباد او مل پلاوي ته د ښه راغلاست افغانستان خپل ورور هېواد بللی او د روغتیایي پرسونل په ظرفیت لوړونه او .د روغتیا په نورو برخو کې یې د هر ډول همکاریو ژمنه کړې ده