د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع د ام ټي ان مخابراتي شرکت له لوی رییس عباد ردا سره د ویډیويي کنفرانس له لارې د خبرو پر مهال د یاد شرکت اړوند د خدماتو او فعالیتونو راپور اورېدلی.
د ام ټي ان مخابراتي شرکت رییس ویلي؛ د افغانستان لپاره د خپلو خدماتو اړوند ۳ کلن ماډرن او نوی پلان لري، چې په نږدې راتلونکې کې به عملي شي.
د ریاست الوزراء مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې چې تېر شل کلن دور کې افغانان ډېر ځورېدلي او د پرمختګ مخه یې ډب شوی ده ویلي، چې په افغانستان کې ټولې مخابراتي شبکې باید په خپل منځ کې سالم رقابت وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې داخلي او نړیوال سوداګر دې د ملت د ابادۍ په موخه همکاري وکړي او په خپلو چارو کې دې د افغانستان اړوند مسایلو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه راز یې له ام ټي ان شرکت څخه د خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د لازیات شفافیت، پراختیا، تخفیف او چټکتیا غوښتنه کړې ده.
ډاکټر ملا عبدالواسع د ام ټي ان شرکت لوی رییس او د نوموړي د ګروپ له لارې ټولو هغو نړیوالو سوداګرو ته چې د افغانانو د ښېګڼې لپاره یو ګام هم پورته کوي، افغانستان ته د راتګ او پانګونې بلنه ورکړې ده.