د قوش تپې کانال مسولینو ویلي؛ د مګرۍ د دغه کانال د دويم فاز اړوند سيمو کې د دريم پله د جوړولو او سروې او د بلخ ولايت د کلدار ولسوالۍ په صفري نقطه کې د سربند د جوړلو چارې په چتکۍ دوام لري؛ چې د قوش تپې کانال سربند چارې ۴۰ سلنه مخته تللې او راتلونکي یو کال کې به یې چارې بشپړې شي.
نوموړي د دغه سربند د بڼستيز او اساسي رغولو څخه ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، د یاد سربند په رغولو کې د پرمختللې مشنيري او استندرد موادو څخه ګټه پورته کړې ده.
بلخ کې د قوش تپې کانال پروژې مسول ویلي؛ اوسمهال په دغه کانال کې تر دوه زره څخه زيات کسان په کار بوخت دي او همدارنګه تر زرو څخه زياته مشنيري، چې پرمختللي وسايل هم پکې شامل دي ترې کار اخیستل کېري.
د یاد کانال کارکوونکو ویلي؛ حاضر دي پرته له امتیازه د دغه ملي پروژې په تکميلدو کې شپه او ورځ کار وکړي.
د دوي په وينا دغه کانال د افغانستان د اقتصادي او زراعتي پرمختګ د کیلي حيثيت لري او بايد ژړ تر زړه عملي شي.
د قوش تیپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالي لري، چې د بلخ ولایت ـ کلداري ولسوالۍ د امو له سیند څخه پیلیږي او د فاریاب ولایت په اندخوۍ ولسوالۍ کي ختمیږي.
د دغه کانال په بشپړېدو به افغانستان د غنمو او کرنيزو ټوکو په برخه کې پر ځان بسیا شي.