د ټولګټو وزارت له لوري د تخار – بدخشان لویې لارې د ترمیم او بیارغونې کار بشپړ او ياده لويه لار د تخار ولایت د والي الحاج مولوي عبید الله امین زاده، د یاد ولایت د ټولګټو د رییس مولوي امیر محمد حذیفه او یو شمېر نورو سیمه اییزو مسولینو په شتون کې کټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دې لویې لارې اړوند د ۵۸ کیلومتره سړک د ترمیم او بیا رغونې کار چې د ۱۲۰متره واش ( معبر)، ۱۰۰متره ګابیوني دېوال او د اته پایو پُلګوټو د دننۍ برخې د بیارغونې کار هم پکې شامل وو د ټولګټو وزارت او د یو ساختماني او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرار داد شوی و، چې دا مهال يې د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادې لارې په بیا رغېدو سره د مسافرو د تلو راتلو ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوي دي.