ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جاپان سفیر: چمتو یوو چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړو

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي افغانستان کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د جاپان سفیر ته د ښه راغلاست پر مهال د افغانانو د ملاتړ له امله د جاپان له خلکو او حکومت څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان حکومت او ملت د تاریخ په اوږدو کې د جاپان ملت سره ښې اړیکې لرلې دي.

نوموړي په ننګرهار کې د کرنې او روغتیا په برخو کې د ډاکتر ناکامورا له کړنو څخه د مننې په ترڅ کې د افغانستان په نورو سیمو کې هم د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ظرفیت لوړولو او ټکنالوژۍ په برخو کې د جاپان د پانګونې مننه کړې او ویلي یې دي؛ دا چې په افغانستان کې د پانګونې او پراختیایي پروژو د تطبیق لپاره وضعیت برابر دی، هیله ده د جاپان پراختیایي اداره (جایکا) د نوي کابل ښار د ماسټرپلان برنامه چې پخوا یې تر لاس لاندې وه، عملي کړي.

ښاغلي حنفي زیاته کړه، د نشه یي توکو د کښت، قاچاق، تولید او استعمال مخنیوی شوی. اداري فساد صفر ته تقرب کړی او د کانونو او د هغو د را اېستلو په برخه کې د پانګونې شرایط په بشپړ ډول چمتو دي او جاپان په دې برخه کې پانګونه کولای شي.

د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا وویل په افغانستان کې په بېلابېلو برخو لکه امنیت، د اداري فساد له منځه وړلو او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

د جاپان سفیر ویلي، چې افغانستان کې د ځوان بشري ځواک ظرفیت زیات دی او موږ چمتو یوو، چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې همکاري وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ دا چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت، قاچاق، تولید او استعمال کم شوی دی، جاپان په دې برخه کې خپلې مرستې له دوه میلیونه ډالرو څخه درې میلیونه ته زیاتې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د بدیل کښت او د معتادینو د درملنې په خاطر درې میلیون ډالرو ته د جاپان د مرستو د زیاتوالي د هرکلي تر څنګ ویلي، چې د افغان ځوانانو د مسلکي روزنې په برخه کې د جاپان د چمتووالي قدرداني کوو.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه دې دجاپان په ګډون په افغانستان کې د پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې مرستې زیاتې کړي، ترڅو افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره او د هغوی د کډوالیو مخنیوی وشي.