ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد: د افغانانو د خوشالۍ دښمن زموږ ټولو دښمن دی

د ملي دفاع سرپرست وزیر د ځوانو افسرانو اکاډمۍ د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون کړی.

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت له پوهنتون د ځوانو افسرانو اکاډمۍ له څوارلسمې دورې څخه ۳۸۴ تنه محصلین په نظامي او ملکي برخو کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال الحاج شیر محمد عباس ستانکزي او دګڼ شمېر نورو وزارتونو مرستیالانو، مسولینو او مجاهدینو ګډون کړی و.

مولوي محمد یعقوب مجاهدپه دې مراسمو کې ویلي، چې تاسې د دې مظلوم ولس مدافعین یاست او د دې ملت او ملي حاکمیت ساتنه پر موږ او تاسې فرض ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د دښمن پر وړاندې هر ډول دفاع ته چمتو اوسئ، خپل عزم مو قوي کړئ، په ټولو کارونو کې نیت یواځې د الله ج رضا وګرځوئ، په خپلو ځانونو او ولس څوکیدار واوسئ او د هېواد د ساتنې لپاره د قلم ترڅنګ ټوپک هم زده کړئ.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې؛ څوک چې د افغانانو د خوشحالۍ دښمن دی هغه زموږ ټولو دښمن دی، په ګډه به يې ځپو او خپل ولس ته به خوښي وربښو.

الحاج شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې موږ او تاسې په خپلو سرښندنو ویاړ کوو، خو غرور او تکبر نه پرې کوو.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ باید یوه لحظه هم غفلت ونه کړو او خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړو.

د ښاغلي ستانکزي په وینا؛ موږ هېڅوک د کوم قوم په نوم نه پېژنو، خو د یو افغان په نامه ټول ملت تر هر چا ښه پېژنو، خدمت يې کوو او د ملي يووالي ساتنه کوو.

ښاغلي ستانکزي دغه راز ویلي؛ تاسې یاست چې زموږ ځمکنۍ بشپړتيا او سرحدات خوندي دي.

نوموړي یو ځل بیا په بهر مېشتو افغانانو غږ کړی، چې خپل هېواد ته را ستانه شئ او ډاډ یې ورکړی، چې موږ به ستاسې د ځان، مال او عزت ساتنه کوو.