د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري ننګرهار ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې له فارمونو څخه د لیدنې پرمهال د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور پر ودې او پراختیا ټینګار کړی.
نوموړي د یادو فارمنو له چارواکو غوښتي، چې د چرګانو روزنې سکټور د محصولاتو له جملې د هګیو، غوښو او د چرګانو دانې د کیفیت او کمیت لوړلو په پار دې هلې ځلې او په یادو برخو کې دې د ننه په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دکرنې وزیر د ننګرهار په ولایت کې د حبیب حسام تولیدي کمپلکس څخه د لیدنې پرمهال د یاد کمپلکس له چارواکو غوښتي، چې په افغانستان کې د چرګانو روزنې سکټور د محصولاتو د کمیت او کیفیت د لوړولو په برخه کې دې پانګونه وکړي.
د نوموړي په وینا؛ “دکرنې وزارت پانګوالو ته د هر ډول اسانتیاوو له جملې د ځمکې اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی، نو راځئ په دې سکټور کې پانګونه وکړئ، ترڅو د افغانستان د چرګانو روزنې سکټور وده وکړي او موږ په بهرنیو هېوادونو له تکیې څخه خلاص شو. د هېواد کورني اړتیاوې دې د هېواد کورني پانګوال تامین کړي.”
ښاغلي عمري د چرګانو روزنې په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګونې مننه کړې او د چرګانو د دانې تولیدي شرکتونو او د چرګانو د نورو محصولاتو له تولیدي شرکتونو یې غوښتي؛ ددې پرځای چې له نورو هېوادونو څخه د چرګانو خوراکي توکي واردوي په کور دننه دې د چرګانو خوراکي توکو د تولید په برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو هم د کرنې څرخ فعال شي او هم بزګرانو ته د کار زمینه برابره شي او په دې سره د چرګانو خوراکي توکي هم په ټیټه بیه تامینېږي.