ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د مرکزي خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره درې ورځینی دیني او علمي سیمینار پیل شو

د کابل پولیتخنیک پوهنتون کې د مرکزي خصوصي پوهنتونونو استادانو لپاره درې ورځینی دیني او علمي سیمینار پیل شو

د لوړو زده کړو وزارت مسوولین وايي، چې د دې سیمینار موخه د دولتي اوخصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همغږۍ زیاتوالی او د شته ستونزو له منځه وړل دي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د رییس عبدالرشید اقبال په وینا؛ د یاد کنفرانس موخه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د افکارو، نظرونو تبادله او شته مشکلاتو ته د حل لارو لټول دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم دې کنفرانس کې د خصوصي پوهنتونونو استادانو ته په خطاب کې ویلي؛ ستاسو دنده ده چې د ټولنې اصلاح په موخه داسې کسان وروزئ چې له ایماني او اسلامي اړخه وطن ته ژمن وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خصوصي پوهنتونونو پر وړاندې د لوړو زده کړو پالیسي روښانه ده او غواړي ستونزې یې پروخت اوارې شي.

په دې سیمینار کې د اسلامي امارت ځینو نورو لوړو پوړو چارواکو ویناوې کړې او ویلي یې دي، چې دا ډول سمینارونه د مدرسې او پوهنتون تر منځ واټن کموالی او د ټولنې د اصلاح او پرمختګ لامل کېدلای شي.