ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر: داسې تحصیلي نصاب جوړوو چې د ټولنې غوښتنو ته ځواب ووايي

د هېواد په پوهنتونونو کې د ژبو او ادبیاتو، ژورنالېزم او ټولنیزو علومو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د بیا کتنې او پراختیا دویم پړاو کلسټر پیل شو.

د دې کلسټر په پیل کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم ویلي؛ هڅه کوو چې د هېواد د تحصیلي بنسټونو نصاب داسې برابر کړو، چې د ټولنې او ملت غوښتنو ته ځواب ویونکی وي.

نوموړي له ټولو استادانو غوښتي، چې د هېواد په پوهنتونونو کې د مسلکي زده‌کړو تر څنګ دیني زده‌کړو ته هم وده ورکړي او د هېواد ابادولو لپاره ژمن او په اسلامي فکر سمبال نسل وروزي.

دغه راز د لوړو زده‌کړو وزارت د تحصیلي نصاب رییس مفتي عبدالرووف فراهي د کلسټر ګډونوالو ته معلومات وکړي او ویلي یې دي؛ د خوښۍ ځای دی، چې د صمیمیت په فضا کې د هېواد تحصیلي بنسټونو د ملي نصاب تنظیم لپاره کار کوو.

په پای کې د تحصیلي نصاب د ملي کمیسیون غړي پوهاند داود شاه فاروق د کلسټر غړو ته د یوه پریزنټیشن په ترڅ کې د یاد کلسټر کاري تګلاره تشریح کړه.

د یادونې وړ ده، چې دې کلسټر ته د تحصیلي بنسټونو د استادانو ترڅنګ د نورو بیلا بېلو ادارو متخصصین هم رابلل شوي وو.