کابل ښاروالۍ د سراى شمالي څخه تر خيرخانې پورې د ٣،٧ کيلومتره په اوږدوالي او ٢۵ متره په پلنوالي د دویم لین سړک د جوړولو چارې پيل کړې.
د یادې ښاروالۍ مسولین د سرای شمالي څخه د خیرخانې کوتل تر بازاره د سړکونو پراختیا، د کابل شمال ته د سړک د لومړي فاز یوه برخه ګڼي.
د کوتل سړک د سور او پلنوالي د کمښت له امله د کابل یو له ګڼه ګوڼې لرونکو سړکونو څخه دی، چې شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي.
د کابل ښار اوسېدونکي د دغه سړک د جوړېدو هرکلی کوي او وايي، چې د دې سړک په جوړېدو سره به د سرای شمالي په سیمه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې ستونزې په بشپړه توګه حل شي.
له بل لوري د کابل ښاروالۍ مسوولين وايي، چې دغه رياست به په ١٤٠٢ لمریز کال کې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د يو شمېر نورو پروژو چارې هم پيل کړي.
د یادې ښاروالۍ د مسولینو په وینا؛ د کابل ښار د نظم او ښکلا لپاره عملي کار روان دی او دوی په دې برخه کې د خلکو همکاري اړینه ګڼي.