ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: تهران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل یو مثبت ګام دی

بهرنیو چارو وزارت تهران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل د کابل او تهران په دوه اړخیزو اړیکو کې یو مثبت ګام بولي

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، چې تهران کې د افغانستان سفارت لپاره د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي شارژدافیر مولوي فضل محمد حقاني او مل ټیم د چارو د پراختیا او خدمتونو وړاندې کولو په موخه تېره ورځ په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

“په ایران کې مېشتو افغانانو لپاره د سفارت په خدماتو کې د هرډول خنډ یا ځنډ د مخنیوي په موخه، د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې د دوشنبې په سهار له کابل څخه د تجربه لرونکو ډیپلوماټانو اووه کسیز ټیم په تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چاره د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یو مهم او ګټور ګام بولي”.

د راپورونو له مخې تر اوسه په پاکستان، چین، ترکیې، روسیې، قطر او چک جمهوریت کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت د استازو له خوا اداره کېږي او د نورو سفارتونو د سپارلو هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي: “په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي شته دي، په چين، قطر، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو کې زموږ استازولي فعاله ده او سفارتونه يې تر کنټرول لاندې دي او له اسلامي امارت سره په ګډه کار کوي.”

له بل لوري یو شمېر کارپوهان په تهران کې اسلامي امارت ته د افغانستان د سفارت سپارل د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو په ښه کولو کې اغېزمن بولي.

که څه هم تر اوسه کوم هیواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ مثبت تعامل غواړي.