ملي دفاع وزرات وايي، چې د دې وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا فاضل مظلوم تېره ورځ د سفر په ترڅ کې د ۲۱۵ عزم قول اردو له قومندان، د لواګانو له مسولینو، د کنډکونو له امرینو او د دې قول اردو له مدیریتونو څخه لیدنه کړې.
یاد وزارت زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال د مجاهدينو د صفونو د يووالي د ټينګښت په هکله لارښوونې کړې او سرتېرو ته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکمونو د اطاعت سپارښتنه کړې ده.
د ملي دفاع وزرات په وینا؛ نوموړي د دې تر څنګ د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې د هغوى ستونزې او وړانديزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.