ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: نړۍ مو په یوه واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د کندهار د اسلامي او ملي پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې د ۳۸۰ تنو ملي پولیسو په فراغت غونډه کي ویلي، چې کندهار کې د یاغي امپراطوریو پر وړاندې د احمدشاه ‌بابا، میرویس خان نیکه، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد، امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله او عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په څېر مشران راپورته شوي او د اسلامي نظام د راوستلو لپاره یې هڅې کړې دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ په مبارزه کې د اسبابو په لحاظ ډېر عاجز او د خلکو له نظره ورک خلک بلل کېدو؛ خو د الله تعالی په پیرزوینه مو نړۍ په یوه واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه.

دغه راز نوموړي فارغ شویو ملي پولیسو ته په وینا کي وویلي کومې زده‌کړي مو، چې په دې مرکز کې کړي، نور تاسې خدمت ته چمتو یاست او د جهادي مبارزې له وخت څخه مو مسولیتونه ډېر دي. ستاسو هغه وخت بریالي کېدلی شئ، چې ولس په باور او همږغۍ کي وساتئ، که چېرې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ باور او همغږي وي د جرم کچه خپله ښکه کېږي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې له نورې نړۍ سره زموږ توپير په دې کې دی، چې موږ امنیتي ځواکونه په سپېڅلې عقیده روزو او د امنیتي ځواکونو ټول کړه وړه په یوه سپېڅلې عقیده جوړه و.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر فارغ شویو ملي پولیسو ته سپارښتنه وکړه، چې په هره برخه کې له نرمي او ښو اخلاقو څخه کار واخلئ، خپله جهادي جذبه، روحیه او فکر مو تل ژوندی ساتئ، ډېر زغم ولرئ، خلګو ته اسانتیاوې برابروئ، کومې زده‌کړې مو چي کړې دي عملاً یې په ټولنه کې تطبیق کړئ، د دندي پر وخت له ټولنیزو رسنیو څخه ډډه وکړئ، د ولس پر زخمونو پټۍ کېږدئ او د مشرانو پیروي وکړئ.