د افغانستان لپاره داروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن او د یادې ټولنې د پلاوي رییسې رافیلا ایوډېس کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.
ښاغلې متقي د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او اروپايي ټولنې د نږدې کېدو لپاره دې ډېر کار وشي او اروپايي هېوادونه دې وهڅول شي تر څو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانيزي.
توماس نیکلاسن او ورسره مل پلاوي د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د بشپړ امنیت د خوندي کېدو او د فساد پر وړاندي د کلکې مبارزې ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ نړیوالو هم په دې اعتراف کړی، چي د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې امنیت ډاډمن شوی او د فساد پر وړاندي جدي مبارزه روانه ده.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو، بشري مرستې به دوام ولري او د افغانستان مثبت انځور به نړیوالو ته ورسوو.
د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک چې په همدې ناسته کې یې ګډون درلود د اروپايي ټولڼې له استازو د ښووني او روزني، د رواني ناروغانو لپاره د درملني مرکز جوړولو، د بندونو جوړولو او روغتیايي برخو کي د همکارۍ غوښتنه کړې او د دوی د خدماتو د ښه تطبیق په برخه کي يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.