د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د اغوش پنځه زره بستریز روغتون کې په نشهيي توکو روږدو ۳۵۰۰ معتادینو ته د درې ورځني روزنیز سمینار د پیل په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت مسؤلینو ته تاسې ټول د خپلو اولادونو په څېر یاست او لومړنۍ هڅه یې ستاسې په پښو درول او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل دي.
یاد سیمینار چې د نوموړي روغتون ډېری مسؤلینو په کې ګډون درلود شیخ محمد خالد الحنفي معتادینو ته په خبرو کې وویل، تاسې ته د ښه ژوند برابرول زموږ مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو او ستاسې د ژوند ټول لومړني ضرورتونه در پوره کړو.
شیخ محمد خالد الحنفي وړاندې و ویل، د نشه یي موادو کارول مو په ټولنه کې حیثیت له منځه وړي شخصیت مو داغ داره کوي اوس په تاسې د الله جل جلاله لوی کرم دی چې له دې ځمکني دوزخ نه را وویستل شوی او د ښه ژوند کولو فرصت یې در کړ؛ موږ په همدې اساس ستاسې د معنوي جوړښت په پار روزنیز سمینار پیلوو چې په دې کې به د امربالمعروف وزارت دیني عالمان تاسې ته د اسلام لومړني احکام در ښیي څو تاسې په جسمي او معنوي توګه خپلو کورنیو ته روغ ستانه شئ.