کابل کې د قزاقستان سفیر علیم خان یسین گیلدییف او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او کلتوري موضوعاتو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې د قزاقستان سفیر ښاغلي علیم خان یسین ګیلدییف ویلي، چې هېواد یې افغانستان ته د یوه دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې خپلې اړیکې افغانستان سره پراخې کړي.
ښاغلي ګیلدییف زیاته کړې د دواړو هېوادونو سوداګري په تېر یوه کال کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې د تېرو کلونو په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالره زیاتوالی ښيي.
نوموړي ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره اقتصادي، سیاسي او بشري مرستو ته دوام ورکوي او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د قزاقستان د بشري مرستو تازه جوپې ولېږي.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان له پرانیستي او ناپېيلي بهرني سیاست هرکلی وکړ او زیاته یې کړه، چې په سیمه کې له وروستیو بدلونونو سره په کار دي، چې افغانستان او قزاقستان په ګڼو برخو کې راکړه ورکړه او همکارۍ زیاتې کړي.
مولوي امیر خان متقي ویلي، چې د افغانستان حکومت د اقتصاد محوره بهرني سیاست پرمټ غواړي په هېواد کې د اوسپنې پټلۍ جوړې کړي خو په دې برخه کې د قزاقستان تخنیکي مرستو ته اړتیا لري.
ښاغلي متقي کابل کې د قزاقستان د سفارت هڅې وستایلې او له یاد پلاوي یې وغوښتل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کار وکړي او له شته فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
دغه راز ښاغلي متقي ویلي؛ افغانستان چمتو دی، چې د سویلي اسیا له سمندر سره د قزاقستان په نښلولو کې د ټرانزیټ رول لوبوي، ډاډ یې ورکړ چې اسلامي امارت به په دې برخه کې هر ډول هڅې ونه سپموي.
په پای ښاغلي متقي ډاډ ورکړ چې افغانستان د هېڅ چار لپاره ګواښ نه دی او نه به چاته اجازه ورکړي، چې خاوره یې د نورو پر وړاندې وکاروي.