د لوړو زده کړو وزارت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصصاتو څخه ۳۷ تنه فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.
په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د هېواد جیدو علماوو، د تحصیلي بنسټونو استادانو او د یادې جامعې استادانو، فاضلانو او کارمندانو ګډون کړی و.
په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دې وزارت فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي، چې اسلامي امارت دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی او د دې برخې لپاره یې ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې زموږ په محاکمو کې دې ډول متخصصینو ته ډېره اړتیا ده.
ښاغلي ندیم له فارغو شویو فاضلانو غوښتي، چې له خپل مسلک سره سمې دندې ترسره او خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر حاجي خلیل الرحمن حقاني فارغ شویو فاضلانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو ته الله تعالی ستر مسولیت سپارلی او له هغوی څخه یې غوښتي چې د خلکو د یووالي لپاره کار او مبارزه وکړي.
په دې مراسمو کې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ویلي، چې په مدارسو کې باید کیفیت ته لا زیات پام وشي.
نوموړي فارغو شوو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړې، چې د خپل مسلک اړوند ډېره او هر اړخیزه مطالعه وکړي.
وروسته د دیني جامعات او تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د دغه ریاست د موخو، زده کړو او د درسي مهال وېش په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه فاضلان د هېواد په قضیايي سیسټم کې عدالت او روڼتیا تامینولی شي.
دغه راز د افتاء او قضاء امر مفتي احسان الله احسان، د افغانستان اسلامي بانګدارۍ رییس مفتي عبدالسعید او د هېواد جید عالم شیخ نقیب الله فارغو شویو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ، د موضوع اړوند خبرې کړې دي.